د دید خبري اژانس: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې په ټول هیواد کې له ۱۰ ملیونو څخه ډیر زده کونکي په تعلیمي او روزنیزو مرکزونو کې زده کړې کوي.

مجاهد دا څرګندونې د “حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې” پروګرام په څلورم مطبوعاتي کنفرانس کې وکړې.
د هغه په وینا، په ټول هیواد کې ۲۳۸ تعلیمي مرکزونه بیارغول شوي او له دوه ملیونو څخه ډیر خلک په دیني مدرسو کې زده کړې کوي.
هغه زیاته کړه چې د ۹۳۰۰۰ څخه زیاتو خلکو ته د سواد زده کړې فرصتونه برابر شوي او شاوخوا ۳۸۰۰۰ دولتي او خصوصي ښوونځي او تعلیمي مرکزونه په هیواد کې فعالیت کوي.
د طالبانو ویاند د تعلیمي ادارو د ښوونکو او کارمندانو د مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره د زرګونو روزنیزو سیمینارونو د جوړولو اعلان هم وکړ.