افغانستانخبرنشه یي توکي
په بدخشان کې له ۸۸۰۰ کیلوګرامو څخه زیات مخدره توکي وسوځول شول
د دید خبري اژانس: د بدخشان سیمه ییزو چارواکو په دې ولایت کې د ۸۸۶۵ کیلوګرامو څخه زیاتو مخدره توکو او زرګونو ټابلیټونو د سوځولو خبر ورکړی دی.

د بدخشان د پولیسو د قوماندانۍ د مخدره توکو سره د مبارزې ریاست اعلان وکړ چې په دې عملیاتو کې ۸۸۶۵ کیلوګرامه مخدره توکي، چې پکې اپین، هیرویین، چرس او هیرویین مشتقات، ۸۲۷ لیتره شراب او الکولي مشروبات، او ۱۱۳۴۷ “کا” او “زیکاپ” ټابلیټونه شامل دي، له منځه وړل شوي دي.