په کی یف کې د روسیې په برید کې ۲۷ تنه ووژل شول
د دید خبري اژانس: اوکرایني چارواکو اعلان کړی، چې کی یف ته څېرمه د بوچا په سیمه کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي دي.

د اوکراين د عمومي څارنوالۍ د لومړنيو معلوماتو له مخې، د جمعې په ماښام د روسيې يوه بې پيلوټه الوتکه د ميلا په کلي کې د يوه شرکت پر ودانۍ رانسکوره شوه چې له امله يې سخته اورلګېدنه او چاودنه وشوه.
په ورته وخت کې روسي ځواکونو په کی یف ایالت کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه بیا پیل کړي دي. اوکرایني چارواکي وايي، د هوايي بریدونو په دویمه پرله پسې ورځ کې تر لسو زیات د استوګنې ودانۍ او ګودامونه په نښه شوي دي.
د روسیې د بریدونو د زیاتیدو په غبرګون کې، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د دغه هیواد پوځ ته امر کړی چې د روسیې پر اهدافو د اوږده واټن د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو ظرفیت لوړ کړي.
زلنسکي په نښه کړي چې اوکرایني ځواکونه کولای شي هره ورځ د روسیې پر ضد تر زرو پورې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړي. داسې عمل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په جګړه کې د بې پیلوټه الوتکو د کارولو شدت ښیي.