ازبک پلاوی کندز ته رسیدلی
د دید خبري اژانس: د ازبکستان د جیزخ ولایت څخه د ولایت د مرستیال والي بهرام یوسف په مشرۍ یو ۱۶ کسیز پلاوی د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د لارو چارو د لټولو په موخه کندز ولایت ته سفر کړی دی.

پلاوي په کندز کې د سیمه ییزو چارواکو او د خصوصي سکتور له استازو سره ولیدل او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه یې نظرونه تبادله کړل.
د کندز مرستیال والي مولوي حبیب الرحمن د ازبک پلاوي د هرکلي په ترڅ کې له ازبک او نورو بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې د ولایت په بیلابیلو برخو کې پانګونه وکړي او ډاډ یې ورکړ چې سیمه ییز حکومت به د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې همکاري وکړي.
هغه له ازبکستان څخه هم وغوښتل چې د افغان سوداګرو لپاره د ویزې د ورکولو پروسه اسانه کړي ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پروسه ګړندۍ او اسانه شي.
په ورته وخت کې، بهرام یوسف د کندز چارواکو او سوداګرو د هرکلي ستاینه وکړه او ویې ویل چې ازبکستان په افغانستان کې د پانګونې د زیاتوالي سره علاقه لري.