د دید خبري اژانس: د تدارکاتو کمیسیون د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ په خپله منظمه غونډه کې د شاوخوا ۶.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۲۱ ساختماني او خدماتو پروژې تصویب کړې. په دې پروژو کې د بریښنا بند بیارغونه، د روغتونونو جوړول او د ګمرکونو تجهیز شامل دي.

د تدارکاتو کمیسیون په منظمه غونډه کې، چې د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ جوړه شوې وه، د ۲۱ وړاندیز شویو پروژو څخه ۳۴ پروژې تصویب شوې او ۱۲ پروژې تعدیل شوې.
د تصویب شویو او تعدیل شویو پروژو په منځ کې په کنړ کې د مناګي د بریښنا بند بیارغونه، د کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او خوست هوايي ډګرونو د ګمرکونو لپاره د سکینرونو پیرود، په هلمند کې د کادري روغتون جوړول او د بدخشان په شغنان، د میدان وردک چک او د کندز قلعه زال، کې د عامه روغتونونو جوړول شامل دي.