د دید خبري اژانس: د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د پولیو ویروس ډول ۱ (WPV1) د څلورو نویو پېښو ثبت اعلان کړ، چې د نویو پېښو په ګډون، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په هیواد کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر ۱۹ ته رسوي.

د ختیځې مدیترانې لپاره د نړیوال روغتیا سازمان د سیمه ایز دفتر د ۳۲مې اونۍ د راپور له مخې، د هرات ولایت په شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو کې دوه نوې پېښې، د پکتیکا ولایت په ډیله ولسوالۍ کې یوه پېښه او د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې یوه بله پېښه ثبت شوې ده.
د دې پېښو په ثبت سره، سږ کال د ختیځې مدیترانې سیمې کې د پولیو ډول ۱ د تایید شویو پېښو ټولټال شمېر ۲۲ ته رسیدلی، چې له دې ډلې ۱۹ پېښې په افغانستان کې او درې په پاکستان کې ثبت شوې دي.
افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې ۲۱ او په ۲۰۲۴ کال کې ۲۵ پېښې ثبت کړې وې؛ په داسې حال کې چې پاکستان په ورته کلونو کې په ترتیب سره ۳۱ او ۷۴ قضیې راپور کړې وې.