د دید خبری اژانس: د جرمنی خارجه وزیر د صهیونیسټ رژیم د داخلی امنیت د وزیر د وروستیو څرګندونو په غندلو او په فلسطین کې د دغه رژیم د اقداماتو په غبرګون کې په اسرائیلو د اروپایی اتحادیې د نویو بندیزونو د لګولو احتمال رد نه کړ.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول د صهیونیسټي رژیم د داخلي امنیت د وزیر ایتامار بن ګویر په وروستیو څرګندونو نیوکه وکړه او د فلسطین په هکله یې د دغه رژیم د سیاستونو په غبرګون کې اعلان وکړ چې د اسرائیلو په خلاف د اروپايي اتحادیې له خوا د نویو بندیزونو لګول په پام کې نیول کیدی شي.
یوهان وادفول د اسراییلو د میشت ځایونو په اړه د ځینو بنسټونو او سازمانونو په وړاندې د اروپایي اتحادیې پخوانیو بندیزونو ته په اشارې سره وویل، برلین د دغو اقداماتو ملاتړ کړی او ممکنه ده چې نور اقدامات هم په پام کې ونیول شي.
دا دریځ وروسته له هغه راپورته شو چې بن ګویر په متضادو څرګندونو کې په غزه کې د فلسطینیانو پر ضد د هدفي عملیاتو غوښتنه وکړه. هغه څرګندونې چې د یو شمیر آلماني سیاستوالو له توند غبرګون سره مخ شوې او پر هغه باندې د اروپا د بندیزونو غوښتنه شوې.