د دید خبري اژانس: د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال اعلان وکړ چې هیواد یې د افغانستان له خلکو سره د خپلې روغتیا همکارۍ په دوام کې، په کابل کې یوه دولتي روغتون ته درمل او طبي تجهیزات لیږلي دي.

جیسوال په یوه پیغام کې وویل: “د افغانستان له دوستانه خلکو سره د خپلې اوږدې مودې روغتیایی ملګرتیا په تایید سره، هند په کابل کې یوه دولتي روغتون ته درمل او طبي توکي رسوي.”
هغه زیاته کړه چې دا مرسته د روغتیایی خدماتو د پیاوړتیا او له افغانستان سره د هند د بشري همکارۍ د دوام لپاره چمتو شوې ده.