افغانستاناقتصاد او پرمختګخبرخبرې اترېنړۍ
روسي پانګوال د فرصتونو د لټولو لپاره افغانستان ته سفر کړي
د دید خبري اژانس: د هیواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سید کریم هاشمي د روسیې سوداګرو او پانګوالو له یوې ډلې سره ولیدل چې کابل ته د سوداګرۍ فرصتونو د لټولو لپاره راغلي دي.

په دې غونډه کې، دواړو خواوو د تیلو او ګازو سکتورونو، طبي تجهیزاتو، وچو میوو او لویو اقتصادي پروژو کې د پانګونې فرصتونو په اړه نظرونه تبادله کړل.
په افغانستان کې د امنیتي وضعیت، اقتصادي ظرفیتونو او پانګونې فرصتونو ته په اشارې سره، سید کریم هاشمي د قانوني سوداګریزو فعالیتونو لپاره د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ملاتړ او د پانګونې پروسې د اسانتیا په اړه ټینګار وکړ.
روسي پانګوالو هم په افغانستان کې د اوسني شرایطو په اړه خوشبیني څرګنده کړه او د هیواد په بیلابیلو اقتصادي سکتورونو کې د همکارۍ او پانګونې لپاره د فرصتونو په لټولو ټینګار وکړ.