د دید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د ۲۰۲۶ کال له پیله تر اګست میاشتې پورې په افغانستان کې له طبیعي پېښو څه باندې ۹۲ زره کسان اغېزمن شوي او ۹۷ تنه وژل شوي دي.

اوچا اعلان کړی، چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې طبیعي پېښو خلکو او کورونو ته درانه زیانونه اړولي دي.
د دغه راپور له مخې تر لسو زرو زيات کورونه زيانمن شوي او دوه زره نور کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.
اوچا په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مالي سرچینو کمښت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د ۲۰۲۶ کال لپاره د اړتیا یوازې ۲۶ سلنه بودیجه برابره شوې ده.
د ملګرو ملتونو دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د بودیجې نشتوالی کولای شي د بیړنیو مرستو او له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړي.