د دید خبري اژانس: په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي محمد یحیی اعلان وکړ چې هېواد یې د تورخم له لارې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږدوونکو ۷۲۴ لاریو ته اجازه ورکړې ده.

د هغه په وینا، دا مرسته به په ټول افغانستان کې اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.
پداسې حال کې چې ملګرو ملتونو د دې بار وړلو اعلان کړی، د طالبانو حکومت په دې اړه چوپ پاتې دی.