خبرخبرې اترېسیمهنړۍ

پاکستان او ناروې د ترهګرۍ ضد همکارۍ د پیاوړتیا ټینګار وکړ

د دید خبري اژانس: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت ایډه د جمعې په ورځ د ترهګرۍ ضد مبارزې، سیمه ییز امنیت او د غیرقانوني مهاجرت مخنیوي په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث وکړ.

په دې غونډه کې، په افغانستان کې امنیتي وضعیت او په هیواد کې د منع شویو ډلو فعالیتونه، چې پاکستاني چارواکي وايي د پاکستان پر وړاندې فعالیت کوي، د خبرو اترو اصلي موضوعات وو.

محسن نقوي وویل چې د افغانستان خاوره په دوامداره توګه په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو ترسره کولو لپاره کارول کیږي او ټینګار یې وکړ چې اسلام آباد د “دیوال” په څیر د “ترهګرو عناصرو” په وړاندې ولاړ دی. هغه د ترهګرۍ په بشپړه توګه له منځه وړلو لپاره د نړیوالې ټولنې د ګډې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، دواړو خواوو موافقه وکړه چې د ترهګرۍ ضد مبارزې، د غیرقانوني مهاجرت مخنیوي، د پولیسو روزنې او متقابل قانوني مرستې په برخو کې همکاري پراخه کړي.

نقوي دا هم وویل چې د پاکستان اقداماتو اروپا ته غیرقانوني مهاجرت ۴۷ سلنه کم کړی او اسلام آباد د غیرقانوني مهاجرت په وړاندې د “صفر زغم” پالیسي تعقیبوي. هغه د قانوني مهاجرت لارو د پراخولو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې په دې برخه کې د پاکستان اقدامات د اروپايي ټولنې لخوا هم هرکلی شوي دي.

په ورته وخت کې، اسپن بارت ایده د امریکا او ایران د شخړې په جریان کې د پاکستان د “رغنده او فعال” رول ستاینه وکړه او په ناروې کې د پاکستاني ټولنې د ونډې، په ځانګړې توګه په سیاسي او روغتیا برخو کې ستاینه یې وکړه.

پاکستان ته د ناروې د بهرنیو چارو وزیر سفر په تیرو لسو کلونو کې د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر لخوا اسلام آباد ته لومړی سفر دی، او دواړو خواوو دا د امنیت او د ګډو ګټو په نورو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو او همکارۍ د پراختیا لپاره یو مهم ګام وګاڼه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button