د دید خبري اژانس: کابل په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ لومړی نړیوال نندارتون کوربه و؛ دا پنځه ورځنی نندارتون وو چې د طالبانو چارواکو، د ایران، ازبکستان، ترکیې او هند کورنیو او بهرنیو شرکتونو پکې ګډون کړی و.

د نندارتون اصلي هدف د هیواد د کرنیزو ظرفیتونو معرفي کول، د محصولاتو بازار موندنه، پانګونې راجلبول او د همکارۍ تړونونه لاسلیک کول دي.
د پرانیستې په مراسمو کې، چارواکو د کرنې په سکتور کې د پانګونې اړتیا او د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې د هغې رول باندې ټینګار وکړ. شاوخوا ۵۰۰ شرکتونو په دې نندارتون کې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.