د دید خبري اژانس: ۵۲ ایراني شرکتونه به په کابل کې د افغانستان نړیوال کرنیز نندارتون کې ګډون وکړي؛ دا هغه پیښه ده چې موخه یې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او کرنیزو همکاریو پراختیا ده.

د طالبانو د کرنې وزیر عطاالله عمري په افغانستان کې د ایران له سفیر علیرضا بیکدلي سره وکتل او د نړیوال کرنیز نندارتون د ترسره کولو او په دې غونډه کې د ایراني شرکتونو د شتون په اړه یې بحث وکړ.
په دې غونډه کې عمري د دواړو هیوادونو ترمنځ د کرنیزو او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانستان د متنوع او ارګانیک محصولاتو په تولید کې لوړ ظرفیت لري او هڅې روانې دي چې دا محصولات د نندارتونونو له لارې سیمه ایزو او نړیوالو بازارونو ته معرفي شي.
بیکدلي په نندارتون کې د ایراني شرکتونو شتون ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې ۳۲ ایراني شرکتونه به په دې نندارتون کې د غرفې سره او ۲۰ نور شرکتونه به پرته له غرفې سره حاضر وي.
د افغانستان نړیوال کرنیز نندارتون به د اسد له ۲۰ څخه تر ۲۵ پورې په کابل کې ترسره شي.