افغانستانخبر

په بغلان کې د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله ۸ تنه مړه او ټپیان شول

د دید خبري اژانس: د بغلان د پولیسو قومانداني اعلان وکړ چې د پلخمري په حسین خیل سیمه کې د دوو کوچنیو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله درې تنه مړه او پنځه نور ټپیان شول.

په بغلان کې د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله ۸ تنه مړه او ټپيان شول
د بغلان د پولیسو قومانداني وویل چې د پلخمري ښار په حسین خیل سیمه کې د ترافیکي پیښې له امله درې تنه – چې یو سړی، یوه ښځه او یو ماشوم پکې شامل دي – وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. دا پیښه پرون (یکشنبه) د دوو کوچنیو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوه.

د چارواکو په وینا، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي او د موټر چلوونکو بې احتیاطي د پیښې اصلي لامل بلل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button