خبرسیمه

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د تورخم دروازې د پرله پسې بندولو پر ضد مظاهره

د دید خبری اژانس: د تورخم د لارې د بندیدو دوام د پاکستان د خیبر سیمې د قومي مشرانو، سوداګرو او اوسیدونکو د اعتراض سبب شوی دی.

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت يو شمېر قومي مشرانو او اوسېدونکو د يوې احتجاجي غونډې په ترڅ کې د تورخم د پولې د ژر تر ژره پرانستلو غوښتنه وکړه.

د لاريون کوونکو په وينا، د دې لارې پرله پسې تړل کیدو د پولې سوداګري ته درانه زيانونه اړولي او په زرګونو موټر چلوونکي، سوداګر او د دې لارې تړلې کورنۍ يې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

په دغه لاریون کې ګډون کونکو د پاکستان د پارلمان د استازو په کارکردګۍ هم نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دغې مسئلې ته له پامه غورځول د سرحدی سیمو د خلکو نارضایتۍ زیاتې کړی دی.

تورخم لاره د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه له مهمو مواصلاتي او سوداګریزو لویو لارو څخه ده او د هغې بیا پرانیستل د پولې د دواړو غاړو د اوسېدونکو او اقتصادي فعالانو له اساسي غوښتنو څخه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button