د دید خبري اژانس: د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی چې نن دوشنبه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د ورېدو امکان شته او په ختیځ او شمال ختیځو سیمو کې د سختو ورښتونو احتمال شته.

د دې ادارې په وینا، د باران سیسټم به په ۱۲ ولایتونو کې فعاله شي او د ناڅاپه سیلابونو د راوتلو امکان شته.
نورستان، کنړ، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او بدخشان ولایتونه د هغو سیمو په لست کې دي چې تر ټولو زیات خطر لري. د هوا پېژندنې ادارې د دغو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتي چې احتیاطي تدابیر په جدي توګه ونیسي او سیلاب ځپلو سیمو ته له تګ ډډه وکړي.
دا خبرداری په داسې حال کې صادر شوی، چې په وروستیو اوونیو کې په یو شمېر ولایتونو کې سختو بارانونو پراخ زیانونه اړولي او د ناڅاپه سیلابونو د راوتلو اندېښنې زیاتې شوې دي.