امنیت او حوادثخبرنړۍ
د امریکا په ایډاهو کې د ډزو له امله ۵ کسان وژل او ټپیان شوي
د دید خبري اژانس: د امریکا د ایډاهو په ټوین فالز ایالت کې د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

ان بي سي نیوز د سیمه ییزو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دا لا څرګنده نه ده چې بریدګر د وژل شویو کسانو په منځ کې و که نه.
پیښه د ځایي وخت په شاوخوا ۳:۰۰ بجو د این-ان-آوټ برګر رستورانت ته نږدې رامنځته شوه، او د پیښې د انګیزې او جزیاتو په اړه تحقیقات روان دي.
ډزو یو ځل بیا په متحده ایالاتو کې د ټوپک تاوتریخوالي د بیا تکرار په اړه اندیښنې راپورته کړې دي.