د دید خبري اژانس: د روسیې د امنیت شورا مرستیال، دیمیتري مدودف اعلان وکړ چې د هیواد “ځانګړي پوځي عملیات” به بالاخره د روسیې د بریا سره پای ته ورسیږي.

د ملي ځوانانو ټولنې “ګوارډیسک” د ګډونوالو سره په یوه غونډه کې، مدودف وویل چې د شخړې له پای ته رسیدو وروسته، د اردو څخه ملکي سکتور ته د ځواکونو لیږد او په صنعتونو کې د تنوع ستراتیژۍ پلي کول به لومړیتوبونه وي.
هغه د بې پیلوټه الوتکو په تولید کې د روسیې پرمختګ ته هم اشاره وکړه، او ویې ویل چې هیواد، چې تر دې وروستیو پورې یې دا تجهیزات په لږ شمیر کې تولیدول، اوس په دې برخه کې یو له مخکښو هیوادونو څخه شوی دی.