د دید خبري اژانس: د لوګر ولایتي امنیت قومانداني اعلان کړی چې د پل علم ښار په مرکز کې د سید حبیب الله کلا په سیمه کې په یوه ترافیکي پیښه کې دوه تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

په لوګر کې په یوه ترافیکي پیښه کې ۷ تنه مړه او ټپیان شوي دي
د قوماندانۍ په وینا، پیښه پرون (چهارشنبه، د اسد ۷مه) هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو کرولا موټر له یوې ریکشا سره ټکر وکړ. چارواکو د پیښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي وبلله.
سرچینې زیاته کړه چې د پیښې ټپیان د درملنې لپاره د کنجک روغتون ته لیږدول شوي دي.