اسلایدشوافغانستانخبردرملروغتیانړۍ

طالبانو د افغانستان د تعلیمي او طبي مرکزونو په بیارغونه کې د ترکیې د ونډې غوښتنه وکړه

د دید خبري اژانس: د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر په کابل کې د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې له انقرې څخه وغوښتل چې د علي آباد پوهنتون د ویجاړو شویو ودانیو په بیارغونه، د متخصص ډاکټرانو په لیږلو او د افغان تدریسي روغتونونو په تجهیز کې همکاري وکړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم وویل چې په کابل کې د ترکیې له سفیر سادین آییلدیز سره په لیدنه کې یې د لوړو زده کړو، روغتیا او د تعلیمي زیربناوو د پراختیا په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو په اړه بحث وکړ.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، ندیم د لوړو زده کړو سکتور کې اړتیاوو ته په اشارې سره د ترکیې له حکومت څخه وغوښتل چې د علي آباد پوهنتون د ویجاړو شویو ودانیو په بیارغونه کې همکاري وکړي.

هغه د طبي او تعلیمي خدماتو د وړاندې کولو لپاره د متخصص ترکي ډاکټرانو لیږل، د لوړو زده کړو وزارت سره تړلي تدریسي روغتونونو تجهیز کول او د دې مرکزونو علمي او تخنیکي ظرفیتونه پیاوړي کول د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ د نورو لومړیتوبونو په توګه یاد کړل.

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان د تعلیمي او روغتیايي سیسټمونو په پراختیا کې د ترکیې رول مهم وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د تعلیم، علمي څیړنو او طبي خدماتو په برخو کې د کابل او انقرې ترمنځ ګډه همکاري نوره هم پراخه شي.

په ورته وخت کې، په کابل کې د ترکیې سفیر، سادین آییلدیز، د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او له افغانستان سره یې د علمي، تعلیمي او کلتوري همکاریو د دوام ملاتړ وکړ، ویې ویل چې ترکیه چمتو ده چې د متقابلو فرصتونو او همکارۍ په چوکاټ کې د دواړو هیوادونو د علمي او تعلیمي ادارو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره اساس برابر کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button