Uncategorized
پاکستان د افغان کډوالو د شړلو لړۍ ګړندۍ کړل
د دید خبري اژانس: پاکستاني چارواکي وايي چې د لاهور پولیسو د روان کال له پیل راهیسې د غیرقانوني کډوالو د شړلو د پلان په توګه ۲۰۰۰ افغان وګړي نیولي دي.

پاکستان د افغان کډوالو د شړلو لړۍ ګړندۍ کړل
پاکستاني رسنیو د لاهور پولیسو په حواله راپور ورکړی چې د روان کال له پیل راهیسې د غیرقانوني کډوالو د ځپلو لپاره د عملیاتو په ترڅ کې ۲۰۰۰ افغان وګړي نیول شوي دي.
د راپور له مخې، د نیول شویو کسانو له ډلې څخه، ۱۹۱۸ بیرته افغانستان ته راستانه شوي، ۳۱ زندان ته لیږدول شوي، او ۵۶ نور توقیف ځایونو ته لیږدول شوي دي.
پاکستاني چارواکو مخکې پولیسو ته امر کړی و چې د اعتبار وړ ویزې پرته افغان کډوال ونیسي او له هیواده یې وباسي.