د دید خبري اژانس: د ایران د اسلامي جمهوریت لخوا د سیلاب ځپلو سره د مرستو په اړه، د نورستان والي اعلان وکړ چې ایران لومړنی هیواد وو چې په سختو ورځو کې د دې ولایت د خلکو سره مرسته وکړ.

د نورستان والي: ایران په سختو ورځو کې د نورستان د سیلاب ځپلو سره ولاړ وو
د نورستان والي زین العابدین عابد د ایران د اسلامي جمهوریت لخوا د دې ولایت د سیلاب ځپلو سره د مرستو ستاینه وکړه او ویې ویل: د ایران اسلامي جمهوریت لومړنی هیواد وو چې د نورستان د زیانمنو خلکو سره یې د مرستې لپاره اقدام وکړ.
د سیلاب ځپلو سیمو د خلکو د سختو شرایطو ته په اشارې سره، د نورستان والي زیاته کړه: دا مرستې په داسې وخت کې ورکړل شوې چې د نورستان خلک د بیړني ملاتړ او مرستې ته سخته اړتیا لري، او د ایران د اسلامي جمهوریت چټک اقدام د اغیزمنو خلکو د ځینو ستونزو په کمولو کې مهم رول لوبولی دی.
عابد دا هم وویل: سره له دې چې د ایران اسلامي جمهوریت د جګړې له شرایطو سره مخ دی، د هیواد چارواکو یې د افغانستان خلک هیر نه کړل او په دې نازکو شرایطو کې یې د نورستان د سیلاب ځپلو سره د مرستې کولو څخه ډډه ونه کړه.
هغه دا عمل د ایران او افغانستان د دواړو ملتونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب، ورورګلوۍ او ژورو اړیکو نښه وګڼله، او ټینګار یې وکړ چې د نورستان خلک به دا ملاتړ هیر نه کړي.
په پای کې، د نورستان والي د ایران د اسلامي جمهوریت څخه د یو ځل بیا مننه کولو سره هیله څرګنده کړه چې د زیانمنو خلکو سره د مرستې بهیر به دوام ومومي او د سیلاب ځپلو کورنیو د ستونزو د حل لپاره به زمینه برابره شي.