د دید خبري اژانس: د ارزګان ولایت په ګیزاب، خاص ارزګان او دهراود ولسوالیو کې د ۲۸۶۶ اړمنو کورنیو لپاره د نغدي مرستو ویش پیل شو، چې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د HOPA په تخنیکي همکارۍ ترسره کیږي.

په ارزګان کې نږدې ۲۹۰۰ کورنیو ته د نغدي مرستو ویش پیل شو
د ارزګان د والي ویاند سمیع الله عکرمه وايي چې هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ ورکړل شوي او دا مرسته به په دریو مرحلو کې وویشل شي. هغه له نړیوالو مرستندویه سازمانونو وغوښتل چې د اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره له حکومت سره خپله همکاري زیاته کړي.
د دې مرستو یو شمیر ترلاسه کونکو د ویش د پروسې د پیل هرکلی کړی، مګر د اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او بې وزلۍ له امله، دوی لاهم دوامداره مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په وینا، په افغانستان کې شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه خلک د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي، او نږدې ۴.۹ میلیونه ماشومان او ښځې د خوارځواکۍ لپاره بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري.