اسلایدشوافغانستانخبر

د هوا پېژندنې خبرداری؛ د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د درنو بارانونو او د سیلابونو خطر

د دید خبري اژانس: د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی چې نن، یکشنبه، د اسد ٤مه، د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې د درنو بارانونو، برېښنا، سیلابونو او د دوړو سره یوځای قوي بادونو احتمال شتون لري. په دې سیمو کې د باران اندازه د ۱۰ او ۳۵ ملی مترو ترمنځ اټکل شوې ده.

د دې خبرداری له مخې، د کاپیسا، پنجشیر، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان وردګ، غزني، بدخشان، ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان ولایتونه د دې هوا پېژندنې پیښو سره مخ دي.

د مرکزي، ختیځ، سویلي، سویل ختیځ او لویدیځو ولایتونو په ځینو برخو کې هم د قوي بادونو وړاندوینه شوې ده.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې او مخنیوي ملي ادارې د دې ولایتونو له اوسیدونکو څخه غوښتي چې د سیندونو غاړو او زیان منونکو سیمو ته له نږدې کیدو ډډه وکړي او اړین احتیاطي تدابیر ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button