افغانستانخبر

په نورستان کې سیلاب ځپلي د درملو او طبي خدماتو له بحران سره مخ دي

د دید خبري اژانس: په داسې حال کې چې د نورستان په سیلاب کې د ورکو شویو کسانو لټون دوام لري، د روغتیا نړیوال سازمان د درملو کمښت او په سیلاب ځپلو سیمو کې طبي مرکزونو ته د پراخ زیان راپور ورکړی دی.

په نورستان کې سیلاب ځپلي د درملو او طبي خدماتو له بحران سره مخ دي
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ چې په نورستان ولایت کې د وروستي سیلاب پایلې، د انساني تلفاتو او پراخو زیانونو سربیره، د روغتیا او طبي خدماتو په برخه کې یو نوی بحران رامینځته کړی دی.

د سازمان په وینا، په اغیزمنو سیمو کې ډیری طبي مرکزونه ویجاړ شوي یا له خدماتو څخه بهر شوي، او سیلاب ځپلو کلیو ته د مرستې او طبي ټیمونو لاسرسی لاهم ستونزمن دی.

د خپرو شویو راپورونو له مخې، په تیرو څو ورځو کې په نورستان کې سیلاب لږترلږه ۴۰ کسان وژلي او شاوخوا ۸۰ نور ورک دي.

د ورکو شویو کسانو لټون دوام لري، مګر د سړکونو زیان، د ځمکې ښویدنې او د ارتباطي د لارو ګډوډۍ د مرستې هڅې ورو کړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د درملو، طبي تجهیزاتو او روغتیایی خدماتو کمښت کولی شي د سیلاب ځپلو سیمو د زرګونو اوسیدونکو روغتیا له جدي خطر سره مخ کړي.

سازمان د اوبو د ککړتیا او د روغتیایی اسانتیاوو د نشتوالي له امله د ناروغیو د خپریدو د احتمال په اړه هم اندیښنه څرګنده کړې، او د درملو، طبي تجهیزاتو او طبي پرسونل د بیړني چمتو کولو اړتیا یې ټینګار کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button