افغانستانخبرنشه یي توکي
په نیمروز کې د سلګونو کیلوګرامه مخدره توکو د قاچاق مخنیوی او د ۶ قاچاق وړونکو نیول
د دید خبري اژانس: د نیمروز ولایت سیمه ییزو چارواکو اعلان وکړ چې د ولایت د پولیسو د قوماندانۍ د مخدره توکو سره د مبارزې ریاست په تیره اونۍ کې په اوو جلا عملیاتو کې د سلګونو کیلوګرامه مخدره توکو د قاچاق مخه نیولې ده.

د چارواکو په وینا، په دې عملیاتو کې یو کیلوګرامه او ۳۰۰ ګرامه هیروین، ۳۲ ګرامه چرس، ۷۲۰ لیتره تیزاب او د “زیکپ”، “کا” او “میتادون” ۲۰۰ ګولۍ کشف او ضبط شوي، او د دې قضیو په تړاو شپږ کسان نیول شوي دي.
چارواکو دا هم زیاته کړه چې په ورته موده کې، ۲۷ روږدي کسان د درملنې لپاره د روږديتوب درملنې مرکزونو ته لیږدول شوي، او ۲۱ نور کسان د درملنې دورې له بشپړولو وروسته د مسؤل پلاوي په شتون کې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.