د دید خبري اژانس: د عامې روغتیا وزارت د ارزګان او هلمند ولایتونو کې د پولیو واکسین (OPV) د پیاوړتیا لپاره د لوږې پر وړاندې د عمل (AAH) موسسې سره د ۵.۳ میلیونه ډالرو پروژې قرارداد لاسلیک کړ.

په ارزګان او هلمند کې د پولیو واکسین د ۵.۳ میلیونه ډالر پروژه پیل شوه
د وزارت په وینا، دا پروژه به د یو کال لپاره پلي شي ترڅو د روغتیا خدماتو کیفیت ښه شي، خدماتو ته لاسرسی زیات شي او د خلکو روغتیايي ستونزې کمې شي.
د دې قرارداد پر بنسټ، د دواړو ولایتونو ۴۸۷،۱۵۶ کسانو ته به د ۵۰ روغتیايي مرکزونو له لارې د پولیو واکسین خدمات وړاندې شي، او ۴۲۲ کسانو ته به په روغتیا سکتور کې د کار فرصتونه برابر شي.
د AAH موسسې چارواکو هم ډاډ ورکړی دی چې دوی به دا پروژه د ټاکل شوي معیارونو سره سم د یو کال په اوږدو کې پلي کړي او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره به هڅه وکړي.