افغانستانخبرسیمه

د ۱۰۰ افغان سوداګرو پلاوی ازبکستان ته روان شو

د دید خبري اژانس: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر د ۱۰۰ څخه زیاتو سوداګرو او پانګوالو د پلاوي په مشرۍ د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته روان شو ترڅو د سوداګرۍ همکارۍ او ګډې پانګونې په اړه بحث وکړي.

د ۱۰۰ افغان سوداګرو پلاوی ازبکستان ته روان شو
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي نن (سه شنبه، د سرطان ۳۰مه) د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته خپل رسمي سفر د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پیل کړ چې پکې له ۱۰۰ څخه زیاتو سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، پلاوی به د خپل سفر په جریان کې د سیردریا ولایت له والي او سیمه ییزو چارواکو سره وګوري او د ازبک سوداګرو او پانګوالو سره به په ګډو غونډو کې هم برخه واخلي.

د دې سفر موخه د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د سوداګریزو تبادلو د حجم د زیاتوالي او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ګډې پانګونې لپاره د نویو فرصتونو د پیژندلو لپاره د لارو چارو لټول دي. دا سفر د دواړو هیوادونو د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا د هڅو سره سم دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button