خبرنړۍ

روسیه او شمالي کوریا: امریکا د نړیوالو کړکیچونو د زیاتولو اصلي عامل دی

د دید خبري اژانس: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې مسکو او شمالي کوریا متحده ایالات او د هغې متحدین د شمال ختیځې آسیا او نړۍ د امنیتي وضعیت د خرابیدو اصلي عامل ګڼي.

دا دریځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر چوی سون هوی سره د لیدنې وروسته اعلان شو. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې، دواړو خواوو ټینګار وکړ چې د کوریا ټاپووزمې په شاوخوا کې د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو د پارونکي پوځي فعالیتونو زیاتوالی د سیمه ایزو کړکیچونو د زیاتولو اصلي عامل دی.

په بیان کې دا هم ویل شوي چې د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د اړیکو جامع پراختیا کولی شي د سیمه ایز او نړیوال امنیت پیاوړتیا او د مساوات، متقابل درناوي او د ګډو ګټو د ډاډمن کولو پر بنسټ د نوي څو قطبي نظم په جوړولو کې مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button