د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر په کابل کې د هند سفارت له مشر سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پیاوړتیا پر لارو چارو یې خبرې وکړې.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د سې شنبې په ورځ (د سرطان ۲۷مه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په دې کتنه کې دواړو لورو د صادراتو پر زیاتوالي، د سوداګرۍ د بهیر د اسانتیا، د سوداګریزو ویزو د ورکړې پر ساده کولو، د ټرانسپورټ پر ښه والي او د کرنې، کانونو او لاسي صنایعو په برخو کې د همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ.
همدارنګه د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس او د هند سفارت مشر د ګډو نندارتونونو پر جوړولو، د سوداګریزو هیئتونو د لېږلو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د اوږدمهاله همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه.