د دید خبري اژانس: اسلام آباد د یکشنبې په ورځ (د سرطان په ۲۱مه) د ښځو د چارو په اړه د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د وزیرانو د نهمې غونډې کوربه توب کوي. دا دوه ورځنۍ غونډه به د “غړو هیوادونو کې د ښځو اقتصادي، ټولنیز او سیاسي پیاوړتیا؛ ننګونې او حل لارې” تر عنوان لاندې د ۵۷ غړو هیوادونو استازو په ګډون ترسره شي.

دا کنفرانس د پاکستان د قانون، عدالت او بشري حقونو وزیر نذیر ترار په مشرۍ ترسره شو، او وزیران، لوړ پوړي دولتي چارواکي او د نړیوالو سازمانونو استازي به د ښځو د رول پیاوړتیا، د تجربو تبادلې او د غړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ پراخولو په اړه بحث وکړي.
د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ګډونوالو پلاويو هرکلی وکړ او د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې د اسلامي هیوادونو ترمنځ د همکارۍ پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
د نړیوال اقتصادي فورم د ۲۰۲۵ کال د راپور له مخې، پاکستان د ۱۴۸ هیوادونو په منځ کې وروستی ځای لري چې د جنسیت مساوات ۵۶.۷ سلنه لري؛ یوه موضوع چې د دې غونډې په ورته وخت کې، په دې هیواد کې د جنسیت مساواتو په وړاندې ننګونو ته پاملرنه راجلب کړې ده.