خبرنړۍ

جرمني د اوکراین د ملاتړ صندوق ته ۱۲ ملیارده یورو ځانګړي کوي

د دید خبري اژانس: د دې په ټینګار سره چې په اوکراین کې جګړه یوه پرېکنده پړاو ته رسیدلې ده، د جرمني دفاع وزیر د کی یف لپاره د دوامداره پوځي ملاتړ اړتیا باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې برلین به د ناټو د نوي مرستې بستې په چوکاټ کې د اوکراین د ملاتړ لپاره د ۴۰ ملیارده یورو فنډ ته شاوخوا ۱۲ ملیارده یورو ځانګړي کړي.

جرمني د اوکراین د ملاتړ صندوق ته ۱۲ ملیارده یورو ځانګړي کوي
د جرمني دفاع وزیر بوریس پیسټوریوس اعلان وکړ چې په اوکراین کې جګړه یوه پرېکنده پړاو ته داخله شوې ده او د کی یف متحدین باید خپل پوځي ملاتړ زیات کړي.

پیسټوریوس له خبریالانو سره په یوه مرکه کې وویل چې د اوکراین متحدین باید له اوسني وضعیت څخه د وسلو تولید او د روسیې د بریدونو په وړاندې د هیواد د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د مالي سرچینو په چمتو کولو سره د کی یف ملاتړ زیاتولو لپاره کار واخلي.

هغه د ناټو راتلونکې سرمشریزې ته په اشارې سره زیاته کړه چې تمه کیږي چې په دې سرمشریزه کې به د اوکراین لپاره د پوځي ملاتړ لپاره د ۴۰ ملیارد یورو په ارزښت یو فنډ جوړ شي، او جرمني به د ناټو د غړو هیوادونو په منځ کې تر ټولو لویه ونډه دې فنډ ته ورکړي، چې شاوخوا ۱۲ ملیارد یورو به ځانګړي کړي.

د جرمني دفاع وزیر همدارنګه ټینګار وکړ چې د اوکراین لپاره دوامداره پوځي او مالي ملاتړ د هیواد د دفاعي وړتیاوو د ساتلو او د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره اړین دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button