د دید خبري اژانس: د افغانستان د یوازیني ستورمزلي عبدالاحد مومند جسد به د دوشنبې په ورځ (د سرطان په ۱۵مه) د جرمني له مونیخ څخه کابل ته ولیږدول شي، او د هغه د جنازې لمونځ او تدفین مراسم به په پلازمېنه کې د طالبانو د چارواکو، د کورنۍ غړو او یو شمیر هیوادوالو په شتون کې ترسره شي.

د افغانستان د لومړي ستورمزلي جسد به سبا په کابل کې خاورو ته وسپارل شي
د اعلان شوي پروګرام سره سم، د هغه د جنازې لمونځ او تدفین مراسم به په همدې ورځ په کابل کې د طالبانو د حکومتي چارواکو، د کورنۍ غړو او یو شمیر هیوادوالو په شتون کې ترسره شي.
عبدالاحد مومند د هیواد د ستورمزلي په تاریخ کې د لومړي افغان ستورمزلي په توګه پیژندل کیږي او په ملي او نړیواله کچه یو مهم شخصیت ګڼل کیده.
عبدالاحد مومند د جوطا په ۳۱مه، د یکشنبې په ورځ د ۶۷ کلونو په عمر د جرمني په یوه روغتون کې د سرطان له امله مړ شو.
مومند له تېرو څو کلونو راهیسې د جرمني په شټوګارټ کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کول او د کلونو کډوالۍ وروسته لا هم په جلاوطنۍ کې وه.
عبدالاحد مومند په ۱۹۸۸ کال کې لومړنی افغان ستورمزلی شو چې فضا ته لاړ او د هېواد په تاریخ کې یې خپل نوم ولیکه.
په ۲۹ کلنۍ کې، هغه د شوروي اتحاد سره په ګډ ماموریت کې د میر فضايي سټیشن ته سفر وکړ او شاوخوا ۹ ورځې یې په فضا کې تېرې کړې.