افغانستانخبر

په تیرو پنځو میاشتو کې؛ په هیواد کې د ماینونو له امله ۱۷۵ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي

د دید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال د جنوري او می ترمنځ په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو له امله لږترلږه ۱۷۵ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي، چې ۷۵ سلنه قربانیان یې ماشومان دي.

په تیرو پنځو میاشتو کې؛ په هیواد کې د ماینونو له امله ۱۷۵ کسان وژل شوي دي
اوچا د پنجشنبې په ورځ (د سرطان ۱۱مه) په ایکس چینل کې په یوه پیغام کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرامونه د تمویل له سخت کمښت سره مخ دي. د سازمان په وینا، سږکال د ماین پاکۍ عملیاتو د دوام لپاره ۱۴.۵ ملیون ډالرو ته اړتیا ده، مګر یوازې ۳.۶ ملیون ډالر د جون تر میاشتې پورې خوندي شوي دي.

سازمان ټینګار وکړ چې بیړنۍ مالي ملاتړ کولی شي د نورو تلفاتو مخه ونیسي او د تمویل نشتوالی په ټول افغانستان کې د ماین پاکۍ حیاتي فعالیتونه په جدي توګه ګواښلي دي.

په عین حال کې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویاندې اولګا چریقکو د افغانستان ختیځ ته د سفر په ترڅ کې وویل چې افغانستان د ناچاودو توکو له امله د تلفاتو له پلوه په نړۍ کې دریم هیواد دی.

د هغې په وینا، د دې پیښو شاوخوا ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي، او په اوسط ډول، هره میاشت نږدې ۵۰ کسان د ځمکنیو ماینونو او د جګړې د چاودیدونکو توکو د پاتې شونو له امله وژل کیږي یا ټپیان کیږي.

چریقکو زیاته کړه چې د ماینونو پاکول او د ناچاودو توکو د خطرونو په اړه زده کړه د ملکي خلکو د ژوند په ساتنه کې کلیدي رول لوبوي، او دا چې هر ډول ناچاوده توکي چې په ځمکه کې پاتې کیږي د لا زیاتو خلکو ژوند ګواښي.

افغانستان د څو لسیزو جګړو څخه د ځمکنیو ماینونو او د جګړې د چاودیدونکو توکو د پاتې شونو له پلوه په نړۍ کې یو له خورا ککړو هیوادونو څخه پاتې دی، او ډیری دا ککړې سیمې کلیو، کرنیزو ځمکو، ښوونځیو او سړکونو ته نږدې موقعیت لري، دا هغه مسله ده چې په ځانګړي ډول ماشومان یې په دوامداره توګه له خطر سره مخ کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button