افغانستانخبر

روسیه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو غوښتنه وکړ

د دید خبري اژانس: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوامداره پوځي کړکیچونو په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره، له دواړو خواوو وغوښتل چې وسله والې نښتې پای ته ورسوي او خپل اختلافات د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.

د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوامداره پوځي شخړې په اړه اندیښنه څرګنده کړې، چې ملکي وګړو ته یې تر ټولو ډیر زیان اړولی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جون په ۲۹مه د پکتیا، پکتیکا او کنړ په ولایتونو کې د پاکستان د هوایي بریدونو ته هم اشاره وکړه او دا یې یوه “غمجنه پیښه” وبلله.

د ملګرو ملتونو لخوا د خپرو شویو شمېرو پر بنسټ، په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي، چې یو شمېر ماشومان هم پکې شامل دي او شاوخوا ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د دې اعلامیې په پای کې، روسیې له اسلام آباد او کابل څخه وغوښتل چې وسله والې شخړې پای ته ورسوي او د دواړو هیوادونو ترمنځ اختلافات د سیاسي خبرو اترو او ډیپلوماټیکو حل لارو له لارې حل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button