د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دې وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د یوناما د ماموریت د نوي مرستیال او بشري همغږي کوونکي برونو لمارکی سره ولیدل.

د دې خبر له مخې، برونو لمارکی د بشري مرستو د ښه چمتو کولو او مدیریت په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.
په دې غونډه کې، مولوي متقي د بشري مرستو د دوام پر اړتیا ټینګار کولو سره، د پراختیایي او زیربنایي پروژو پلي کول هم مهم وګڼل او ویې ویل چې د طالبانو حکومت به په دې برخه کې له ملګرو ملتونو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، برونو لمارکی د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر څخه هم مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د ورسپارل شویو مسؤلیتونو د ترسره کولو لپاره به خپل ټول ځواک وکاروي. هغه په مختلفو سکتورونو کې د تعامل او همکارۍ په پراختیا هم ټینګار وکړ.