د طالبانو پلاوی د “چین-اوراسیا ۲۰۲۶” نندارتون کې د ګډون لپاره چین ته سفر کړي
د دید خبري اژانس: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر شهاب الدین ثاقب د چین د خلکو جمهوریت په رسمي بلنه د “چین-اوراسیا ۲۰۲۶” لوی نندارتون کې د ګډون لپاره د حکومتي پلاوي په مشرۍ ارومچي ته ورسید؛ دا هغه پیښه ده چې طالبان یې د اقتصادي اړیکو د پراختیا او بهرنۍ پانګونې د راجلبولو لپاره د فرصت په توګه ګوري.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر مولوي شهاب الدین ثاقب د چین د خلکو جمهوریت په رسمي بلنه د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ چین ته ورسید. د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د دې سفر اصلي موخه د “چین-اوراسیا ۲۰۲۶” نندارتون کې ګډون او د سیمې له هیوادونو سره د اقتصادي همکارۍ پیاوړتیا ده.
دا نندارتون چې د ۲۰۲۶ کال د جون له ۲۵ څخه تر ۲۹ پورې به د سين کيانګ د اويغور خودمختاره سيمې په مرکز اورومچي کې ترسره شي، په سيمه کې د سترو اقتصادي غونډو څخه ګڼل کېږي او له ۲۰۱۱ کال راهيسې هر کال د لسګونو هېوادونو او سلګونو سوداګريزو او صنعتي شرکتونو کوربه توب کوي.
په دې سفر کې به د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دفتر مشر محمد الله بختيار، د بهرنيو چارو وزارت او يو شمېر اړوندو څانګو استازي د افغان پلاوي سره ملګري وي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وينا، د افغانستان د اقتصادي وړتيا معرفي کول، بهرنۍ پانګونې راجلبول، د سوداګريزو اړيکو پراختيا او د منځنۍ آسيا هېوادونو او چين سره د همکارۍ فرصتونه لټول د دې سفر له مهمو موخو څخه دي.
د طالبانو چارواکي هيله لري چې په دې نندارتون کې ګډون کول کولی شي د اقتصادي تعاملاتو د زياتوالي، د لومړيتوب لرونکو پروژو د معرفي کولو او د کانونو، انرژۍ، ترانزيت او کرنې په سکتورونو کې د بهرنيو پانګوالو د راجلبولو لپاره لاره هواره کړي.