افغانستانخبرخبرې اترېسیمه

د نوی ډیلي او کابل موافقه د سوداګرۍ او د پانګونې پراخه همکاري په برخه کې

د دید خبري اژانس: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د هند د سوداګرۍ او صنایعو اتاقونو د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په هدف د تفاهم یو یادښت لاسلیک کړ.

دا تړون په نوي ډیلي کې د هند د سوداګرۍ او صنایعو اتاقونو د سکرتر جنرال سوراب سانیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رئیس سید محمد کریم هاشمي ترمنځ د دواړو هیوادونو د سوداګریزو پلاويو د یوې غونډې په ترڅ کې لاسلیک شو.

د دې سفر په جریان کې، د هاشمي په مشرۍ افغان پلاوي د هند د سوداګرۍ او صنایعو اتاقونو د رئیس نیرمال کمار مینډا او د دې ادارې له نورو چارواکو سره ولیدل او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا، پانګونې زیاتولو او د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا په لارو چارو یې نظرونه تبادله کړل.

د دې یادښت پر بنسټ، دواړو خواوو د اداري همکارۍ په پیاوړتیا، د شرکتونو ترمنځ د اړیکو پراخولو او د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د ډیرو فرصتونو په برابرولو ټینګار کړی دی.

د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونو هم اعلان کړی چې دوی د دواړو هیوادونو د سوداګریزو ټولنو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراخولو او د همکارۍ نوي ساحې رامینځته کولو ته ژمن دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button