افغانستانخبر

په کابل کې د طالبانو ښاروال د فساد په تور ونیول شو

د دید خبري اژانس: راپورونه ښيي چې په کابل کې د طالبانو ښاروال “مولوي عبدالرشید” د استخباراتو لخوا د فساد په تور نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې، هغه د شنبې په ورځ، د جوزا په ۳۰مه، ونیول شو، او د کابل د ولسوالیو شاوخوا ۲۰ چارواکي هم په ورته وخت کې ونیول شول.

د دې خبر د خپریدو تر وخته پورې، د طالبانو د حکومت ویاندانو او د کابل ښاروالۍ چارواکو د پیښې په اړه تبصره نه ده کړې.

د طالبانو له بیرته واک ته رسیدو وروسته، مولوي عبدالرشید د ۱۴۰۰ کال د میزان په ۲۵مه د طالبانو د حکومت د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند په امر د کابل ښاروال په توګه وټاکل شو او تر اوسه پورې یې دا دنده ترسره کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button