َد دید خبري اژانس: د قزاقستان حکومت اعلان وکړ چې افغانستان ته یې د بشري مرستو یوه نوې بار لیږلې ده چې ټولټال ۳۱۸.۸ ټنه وزن لري.

قزاقستان افغانستان ته ۳۱۸ ټنه طبي توکي ولیږل
په ورته وخت کې، د قزاقستان یو پلاوی چې مشري یې د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین کوي، نن د (جوزا ۳۰) د بشري او اقتصادي ماموریت لپاره کابل ته ورسید.
د قزاقستان د چارواکو د اعلان له مخې، په پلاوي کې نهه مشهور طبي متخصصین شامل دي چې د “په افغانستان کې د قزاقستان طبي ورځې” پروګرام په چوکاټ کې به د یوې اونۍ لپاره د افغان روغتیایی کارمندانو لپاره تخصصي مشورې، عملي روغتیایی خدمات او روزنیز ورکشاپونه ترسره کړي.
سریک ژومانګارین وویل چې دا مرسته د قزاقستان د ولسمشر په لارښوونه لیږل شوې او د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د هیواد د روانې پالیسۍ یوه برخه ده.
د قزاقستان د ډاکټرانو یوه ډله هم په افغانستان کې ځای پر ځای شوې ده ترڅو خلکو ته طبي خدمات او روغتیايي مرستې چمتو کړي.