د دید خبري اژانس: په ملګرو ملتونو کې د روسیې د دایمي استازي مرستیال، د افغانستان لپاره د یوې حقیقي چلند پر اړتیا ټینګار وکړ، ویې ویل چې د طالبانو سره د دوامداره خبرو اترو پرته د هیواد د کړکیچ حل ممکن نه دی او خبرداری یې ورکړ چې د لویدیځ فشار په وسیله د یوناما بدلول د ملګرو ملتونو شتون له خطر سره مخ کولی شي.

انا اوستیګنیوا، په ملګرو ملتونو کې د روسیې د دایمي استازې مرستیال، وویل چې د افغانستان د مسلې حل کول د حقیقي چلند له غوره کولو او د طالبانو له حکومت سره د مستقیمو او دوامداره خبرو اترو پرته ممکن نه دي. هغې دا څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) د ماموریت د غځولو ملاتړ په ترڅ کې وکړې او د هیواد د ثبات او پراختیا لپاره د نړیوالو هڅو د دوام پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
اوستیګنیوا د افغانستان په اړه د جوړجاړي حل موندلو لپاره د چین د نوښتونو هرکلی هم وکړ او ویې ویل چې د یوناما د ماموریت د غځولو پریکړه د یو سوله ایز، سوکاله او له مخدره توکو څخه پاک هیواد جوړولو لپاره د افغانانو ملاتړ باندې تمرکز کوي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي مرستیال خبرداری ورکړی چې د لویدیځو هیوادونو د ګټو سره سم د یوناما د څارنې په جوړښت بدلول د منلو وړ نه دي او دا ډول چلند کولی شي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو شتون او فعالیتونه په جدي توګه له خطر سره مخامخ کړي.