د دید خبري اژانس: د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) پر غړو غږ وکړ چې په افغانستان کې د بیارغونې او پراختیا له پروسې ملاتړ وکړي او د سیمه ییز ثبات او امنیت په ډاډمنولو کې ډیر فعال رول ولوبوي.

چین د شانګهای همکارۍ سازمان غړو ته: د افغانستان د بیارغونې او پرمختګ ملاتړ وکړئ
چینایي رسنیو راپور ورکړ چې وانګ یي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په بیجینګ کې د شانګهای همکارۍ سازمان د تاسیس د ۲۵ کلیزې په مناسبت په مراسمو کې وکړې.
هغه ټینګار وکړ چې شانګهای همکارۍ سازمان باید په نننۍ نړۍ کې د “ثبات راوړونکي، رغنده او مخکښ” ځواک په توګه لوی رول ولوبوي او د ګډ، جامع، همکارۍ او دوامداره امنیت ساتلو ته غاړه کیږدي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات د ودې په اړتیا هم ټینګار وکړ او له غړو هیوادونو یې وغوښتل چې د افغانستان د بیارغونې او پرمختګ ملاتړ وکړي.
د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) په ۲۰۰۱ کال کې په شانګهای کې تاسیس شو او له شپږو بنسټ ایښودونکو غړو څخه یې د لسو غړو سازمان ته وده ورکړه. دا سازمان اوس دوه څارونکي هېوادونه او ۱۵ د خبرو اترو شریکان لري.
د راپورونو له مخې د شانګهای همکارۍ سازمان د جغرافیایي ساحې او نفوس له پلوه د نړۍ ترټولو لوی جامع سیمه ایز سازمان دی.