خبرنړۍ

معاریو: نتنیاهو منځنی ختیځ د ویجاړۍ په لور روان کړ

د دید خبري اژانس: د یهودي ورځپاڼې معاریو په یوه تیز تحلیل کې لیکلي چې بنیامین نتنیاهو، وروسته له هغه چې اسراییل د ویجاړۍ په درشل کې راوست او فکر یې وکړ چې د لاسه ورکولو لپاره هیڅ شی نه لري، د منځني ختیځ د مخ بدلولو په هدف یې د جګړو نه ختمیدونکې لړۍ پیل کړه.

ورځپاڼې لیکلي چې نتنیاهو بالاخره دوه واقعیتونو ته ورسید: لومړی، که څه هم هغه د سیمې د مخ بدلولو کې بریالی شو، هغه یې د بدتر وضعیت په لور وخوځاوه او دوهم، د هغه د تصور پرخلاف، لاهم د لاسه ورکولو لپاره ډیر څه شتون لري.

راتلونکو ټاکنو ته په اشارې سره، معاریو خبرداری ورکړ چې د اسراییلو لومړی وزیر ممکن “واقعیا بې پروا” اقدامات وکړي او ټینګار یې وکړ چې: “که هغه غواړي یو احسان وکړي، نو باید خپله تقاعد اعلان کړي او اجازه راکړي چې موږ د هغو کنډوالو د بیارغونې لپاره کار وکړو چې پاتې دي.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button