اسلایدشوافغانستانامنیت او حوادثخبر

د افغانستان د آزادۍ جبهې په هرات کې د طالبانو د محتسبانو په غونډه برید وکړ

د دید خبري اژانس: د افغانستان د آزادۍ جبهې اعلان وکړ چې ځواکونو یې د جوزا په ۲۲مه، د جمعې په ماښام په هرات ښار کې د دې ډلې د امر بالمعروف دفتر په دروازه کې د طالبانو د محتسبانو یوه غونډه په نښه کړه. د جبهې په وینا، په برید کې د طالبانو د امر بالمعروف دفتر درې غړي ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

ډلې په ایکس ټولنیز شبکه کې په یوه پیغام کې لیکلي چې برید د ځایي وخت په شاوخوا لس بجې شوی دی. د آزادۍ جبهې مخکې د طالبانو د امر بالمعروف غړي او مرکزونه خپل “مشروع اهداف” بللي وو.

جبهې، د پیښې ویډیو خپره کړه، ادعا یې وکړه چې دا عملیات د ښځو د ځورونې او په هرات کې د طالبانو پر وړاندې د عامه لاریونونو د ځپلو په ځواب کې ترسره شوي دي.

د افغانستان د آزادۍ جبهې د هرات له اوسیدونکو څخه غوښتي چې د پوځي موټرو او د طالبانو د راټولیدو ځایونو څخه لرې پاتې شي ترڅو زیان ونه رسیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button