افغانستانامنیت او حوادثخبر

په خوست باندې د پاکستاني بریدونو د قربانیانو شمېر ۱۹ ته لوړ شو

د دید خبري اژانس: د خوست ولایت څخه راپورونه ښیي چې د خوست ولایت باندې د پاکستاني پوځ په هوايي بریدونو کې ۱۹ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د خوست ولایت په سپره ولسوالۍ کې د یوې ښځې او ۸ ماشومانو په ګډون ۹ کسان وژل شوي دي. د ماشومانو عمرونه د ۷ او ۱۰ کلونو ترمنځ ښودل شوي دي.

په عین حال کې، ۱۰ نور کسان، چې یو سړی، یوه ښځه او ۸ ماشومان پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

د پیښور په څنډه کې د پاکستاني طالبانو په یوه پوځي اډه د بریدونو په ځواب کې، پاکستان په دریو ولایتونو، کنړ، خوست او پکتیکا بمباري کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button