خبرنړۍ

په فیلیپین کې د ۷.۸ درجې زلزله او د سونامي خبرداری

د دید خبري اژانس: د دوشنبې په سهار (د جوزا ۱۸مه) د ۷.۸ درجې یوې زورورې زلزلې د فیلیپین سویلي سیمې ولړزولې، چې په ځینو ساحلي سیمو کې یې د سونامي خبرداری ورکړ. د دې طبیعي پیښې په پایله کې لږترلږه درې کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

ځایي چارواکو اعلان وکړ چې د جنرال سانتوس ښار او شاوخوا سیمو کې یو شمیر ودانۍ زیانمنې شوې یا نړېدلې دي. له سیمې څخه خپاره شوي انځورونه د یوې رستورانت د یوې برخې ویجاړیدل او د سوداګریز کمپلیکس د دیوالونو نړېدل ښیي.

د فیلیپین د ملکي دفاع وزارت له اتباعو څخه غوښتي چې زیانمنو شویو ودانیو ته له ننوتلو ډډه وکړي، ځکه چې لاهم د قوي زلزلو احتمال شتون لري. د ساحلي سیمو اوسیدونکو ته هم ویل شوي چې سمدلاسه ووځي او لوړو ځمکو ته لاړ شي.

د ارام سمندر د سونامي خبرداری مرکز ویلي چې تر دریو مترو پورې څپې کولی شي د فیلیپین ځینې ساحلونو ته ورسیږي. د اندونیزیا او مالیزیا د ځینو برخو لپاره ورته خبرداری ورکړل شوی.

د فیلیپین د اورشیندنې او زلزلې پېژندنې انسټیټیوټ په وینا، د زلزلې مرکز د مینداناو ټاپو په جنرال سانتوس ښار ته نږدې و. دا پیښه په عامه ښوونځیو کې د تعلیمي کال له پیل سره سمون خوري، چې د زده کونکو ترمنځ یې پراخه ویره رامینځته کړه.

د فیلیپین ولسمشر فرډیناند مارکوس جونیور له اتباعو وغوښتل چې د خوندیتوب خبرداری جدي ونیسي، او ټینګار یې وکړ چې د ژوند ژغورل لومړیتوب لري. هغه د بلې خبرتیا پورې په اغیزمنو سیمو کې د ښوونځیو د ځنډولو امر هم وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button