افغانستانخبرسیمه

د پاکستان په بلوچستان کې ۲۸ افغان وګړي نیول شوي

د دید خبري اژانس: د پاکستان د بلوچستان ایالت پولیس چارواکي وايي چې دوی د چهارشنبې په ورځ د کیچ ولسوالۍ په سنګایی سیمه کې ۲۸ افغان وګړي د غیرقانوني استوګنې په تور نیولي دي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ۲۸ افغان وګړي نیول شوي
د پولیسو په وینا، دا کسان د استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي او لومړني تحقیقات ښيي چې دوی په سیمه کې له قانوني اسنادو پرته اوسېدل.

امنیتي چارواکو ویلي چې دا ډله بلوچستان ته د چاغي ولسوالۍ له لارې ننوتلې وه او غوښتل یې په غیرقانوني ډول ایران ته ننوځي او بیا اروپایي هیوادونو ته خپل سفر ته دوام ورکړي.

پولیسو زیاته کړه: “هغه ۲۸ افغان وګړي چې بلوچستان ته د چاغي له لارې ننوتلي وو غوښتل یې له ایران څخه په غیرقانوني توګه اروپا ته د سفر لپاره تېر شي.”

د لومړنیو تحقیقاتو له بشپړولو وروسته، نیول شوي کسان د نورو تحقیقاتو لپاره د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) ته سپارل شوي دي.

دا پیښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې په بلوچستان کې پاکستاني چارواکو په وروستیو اونیو کې د غیر قانوني افغان اتباعو د نورو ډلو د نیولو خبر ورکړی دی. چارواکي وايي چې د اقداماتو هدف د غیرقانوني مهاجرت مخنیوی او د انساني قاچاق شبکو سره مبارزه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button