د دید خبري اژانس: په غزني کې سیمه ییزې سرچینې د ښار په مختلفو برخو کې د څو هوايي بریدونو او د ناپیژندل شویو بې پیلوټه الوتکو د دوامداره الوتنو راپور ورکوي؛ هغه بریدونه چې په وروستیو ورځو کې یې شدت موندلی او د ولایت امنیتي چاپیریال یې خورا کړکیچن کړی دی.

غزني د بې پیلوټه الوتکو تر سیوري لاندې؛ پرله پسې بریدونه او د خلکو زیاتیدونکې اندیښنه
په غزني ولایت کې سیمه ییزو سرچینو د چهارشنبې په ورځ، د ثور په ۲۳مه اعلان وکړ چې د ماسپښین له ۱:۰۰ بجو راهیسې، د نوآباد په سیمه کې درې بریدونه او د قلعه شهاده په سیمه کې دوه نور بریدونه شوي دي، دواړه د ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې دي. د عیني شاهدانو په وینا، د غزني په بیلابیلو برخو کې د چاودنو غږ اوریدل شوی او د تیرو څو ورځو راهیسې د ناپیژندل شویو بې پیلوټه الوتکو الوتنې دوام لري.
دغو سرچینو وویل چې د یکشنبې په ورځ، د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د بزازي په سیمه کې یو سوداګریز بازار هم د هوايي برید له امله په نښه شو. د دوی په وینا، دا ټول بریدونه د بې پیلوټه الوتکو لخوا ترسره شوي او د ډرون دوامداره شتون د خلکو اندیښنې زیاتې کړې دي.
ځینو سیمه ییزو سرچینو دا هم ادعا کړې چې طالبانو په غزني کې د پاکستاني وسله والې ډلې “ټي ټي پي” سره تړلي یو شمیر خلک د استوګنې کورونو ته لیږدولي دي، خو طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا پرمختګونه په داسې حال کې شوي چې تېره شپه د کنړ ولایت د پیچ درې په مانوګي کلي کې هم د ډرون برید وشو، چې د پاکستان له سوات څخه کډه شوې د یوې کورنۍ پنځه غړي یې ووژل، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو. طالبانو تر اوسه د برید د عاملینو او تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.