د دید خبري اژانس: د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره تړلو سرچینو ویلي چې د دې ډلې مشرتابه ته د افغان طالبانو چارواکو لخوا امر شوی چې له کابل څخه د افغانستان دننه نورو سیمو ته لاړ شي. د سرچینو په وینا، دا اقدام د اسلام آباد سره د تاوتریخوالي کمولو په هدف ترسره کیږي.

پاکستاني طالبان ادعا کوي؛ موږ له کابل څخه د افغانستان دننه نورو سیمو ته کډه کوو
د تحریک طالبان پاکستان دوه غړو، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د دې ډلې مشرانو او لوړ پوړو قوماندانانو ته امر شوی چې په کابل کې خپل استوګنځای پریږدي او د پلازمینې سویل ته لاړ شي. د دې سرچینو په وینا، یو شمیر قوماندانان دمخه له کابل څخه وتلي دي او نور یې د تلو لپاره چمتووالی نیسي.
سرچینو زیاته کړه چې د ترکستان اسلامي ګوند غړي – د اویغور وسله والو یوه ډله چې چین یې په سینکیانګ کې د ناامنۍ پړه پر غاړه لري – او همدارنګه د القاعدې شبکې پاتې شوني هم د ټي ټي پي غړو سره یوځای لیږدول کیږي.
د راپورونو له مخې د ټي ټي پي مشرانو د لېږد پرېکړه د اپریل له لومړۍ څخه تر اوومې پورې د چین په اورومچي ښار کې د پاکستاني، چینایي او افغان طالبانو د چارواکو ترمنځ له غونډې وروسته وشوه. یو پاکستاني چارواکي چې له دې خبرو اترو سره بلد و، وویل چې اسلام آباد او بیجینګ د بهرنیو وسله والو ډلو د افغان طالبانو د “میلمه پالنې” په اړه اندیښنې راپورته کړې.
د ټي ټي پي سرچینې وايي چې دې پریکړې د ډلې د غړو ترمنځ پراخه نارضایتي رامینځته کړې ده.
پاکستان په مکرر ډول افغان طالبان د ټي ټي پي په ساتلو تورن کړي او پخوا یې په افغانستان کې وژونکي هوایي بریدونه کړي دي. دغو بریدونو په ځینو مواردو کې د ملکي تلفاتو او د کابل او اسلام آباد ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل شوي دي، چې دواړه خواوې یې د پراخې شخړې څنډې ته رسولي دي.